ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۸مه) د اسلامی همکاریو نړیوال سازمان وایی تمه لری چې د افغانستان په اړه د هېوادونو ترمنځ همغږی ډېره شی.
د دغه سازمان چارواکو د غونډې تر پیل مخکې په یوې خبری غونډې ته ویلی، دوی تمه لری چې اسلامی هېوادونه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړی او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې مرستې ولری.
د سرچینې په خبره اسلامی هېوادونه مسوولیت لری چې په افغانستان کې د میلیونونه انسانانو ژوند وژغوری او له دوی سره پر وخت همکاری وکړی.
دوی همدا راز ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه باید د اسلامی هېوادونو همغږی نوره هم پیاوړې شی او له دغه هېواد سره د پراخو مرستو ژمنه وکړی.
ټاکل شوې چې د اسلامی همکاریو نړیوال سازمان خپله اوولسمه غونډه نن په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه جوړه کړی. امریکا هم د دې غونډې هرکلی کړی دی.
گهیځ