‏د پاکستان ادعا؛ د پېښور په شعیه ګانو جومات کې برید افغان تبع وګړی کړی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۱۵مه او د مارچ ۶مه نېټه ده) د پاکستان پولیسو ویلی، چې ځانمرګی بریدګر یوه افغان و، چې کورنۍ یې ۱۰ کاله مخکې پاکستان ته کډه شوې وه.
نیویارک ټایمز د پاکستانی پولیسو له قوله راپور ورکړی چې په پېښور کې د شعیه ګانو په جومات بریدګر جلیب الکابلی نومېده او په افغانستان کې روزل شوی.
د خراسان داعش یا اسلامی دولت ډلې د دغه برید مسوولیت منلی او هغوی هم ویلی چې بریدګر یو افغان تبع کس و.
د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، پاکستان امنیتی چارواکو ویلی، چې دا مستعار نوم دی او بریدګر او کورنۍ یې معلوم کړی دی.
دغو چارواکو ویلی، چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو به دا شبکه افشا کړی او د هغه څه له امله چې د عملیاتو حساسیت بلل شوی، نور جزیات نه دی ورکړل شوی.
هغو چارواکو چې نه غواړی نومونه یې په ډاګه شی، ویلی بریدګر افغان و او لس کاله مخکې پاکستان ته تللی و.
د دغو چارواکو په وینا، د بریدګر کورنۍ پولیسو ته د خپل زوی د بې درکه کېدو او له داعش سره د یوځای کېدو خبره کړې وه.
پلټونکو ویلی، چې بریدګر په افغانستان کې روزل شوی و او داسې ښکاری چې تازه پاکستان ته ورغلی و.
عبدالکریم خرم چې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د دفتر رییس پاتې شوی، د پاکستان ادعا ته په غبرګون کې ویلی: ‏”د کندز په جومات برید د«الایغوری» په نوم چا ته منسوب شو، په کندهار کې«البلوچی»او په پیښور کې«الکابلی» ته. دا نومونه تصادفی نه انتخابیږی، دا د یو داسې پلان ښکارندویی کوی چې زموږ دې پراخې سیمې ته جوړ شوی، له موجودو سرحدونو اوړی او گڼ هیوادونه په نښه کوی”.
د راپورونو له مخې په دغه برید کې د افغانانو په ګډون ۶۳ تنه مړه او کابو ۲۰۰ نور ټپیان شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.