‏‏کرزی: په ټول ځواک د افغان پانګې د راګرځولو مبارزه کوم

ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) پخوانی ولمسشر حامد کرزی پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو شتمنی دوی ته وسپاری او پر امریکایی وګړو د وېشلو پرېکړه یې دې بېرته واخلی.
نوموړی چې نن یې په یوه خبری کنفرانس کې بهرنیو او کورنیو رسنیو ته خبرې کولې وویل، چې د بایډن پرېکړه له ټولو نړیوالو قوانینو او موازینو سره په ټکر کې چاره ده.
د ده په وینا امریکا د سپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانیانو په پلمه د افغانستان د خلکو شتمنی نیمایی کړې ده په داسې حال کې چې افغانان تر بل هر چا ډېر د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو د ورانکاره فعالیتوو قربانی دی.
نوموړی وویل چې دا شتمنی باید ازاده کړل شی، ځکه دا د افغانستان د خلکو پانګه ده او په هېڅ حکومت پورې اړه نه لری. ښاغلی کرزی نوی حکومت او د افغانستان بانک ته ډاډ ورکړ چې د دې پیسو په راګرځولو کې یې هر اړخیز ملاتړ کوی.
ښاغلی کرزی همدا راز وویل چې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مرکزونه، سیمې او ملاتړی ټولې نړۍ ته معلوم دی او دا تر لمر روښانه ده چې اسامه بن لادن او فعالیتونه یې له پاکستان اداره کېدل او دی په یوه نظامی مرکز کې د امریکایی ځواکونو له لوری ووژل شو.
هغه ټینګار کړی چې افغانان د ترهګرۍ قربانی دی او امریکایی حکومت ته په کار ده چې خپله پرېکړه بېرته واخلی.
نوموړی پر امریکایی وګړو هم غږ وکړ چې د خپل حکومت د ظالمانه پرېکړې پر وړاندې ودرېږی.
ښاغلی کرزی دغه راز په خپلو خبرو کې تمه وښوده چې ژر تر ژره په هېواد کې د زده کړو او تعلیم لړۍ پیل شی او افغانان وکړی شی بهرنیو هېوادونو ته هم په تحصیلی بورسیو لاړ شی.
هغه د نوی حکومت پر چارواکو هم غږ وکړ څو لاس په کار شی او ملی اراده تمثیل کړی.
هغه وایی نوی حکومت دې د خلکو ارادې ته درناوی وکړی، له دوی سره دې په ګډه خپلې تګلارې روښانه کړی او په افغانستان کې د دایمی ثبات لپاره وکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.