‏ ازبکستان له افغانستان د پراخو اړیکو غوښتونکی دی

ګهیځ: نن دوشنبه (د کب ۲۳مه او د مارچ ۱۵مه نېټه ده) د خپرو شویو راپورونو له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف تېره ورځ ناوخته د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقی سره کتلی دی.
په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادی مسایلو خبرې شوې دی.
ازبک لوری ویلی دوی په دې لټه کې دی چې له افغانستان سره یې اړیکې پراخې شی او دواړه لوری وکړی شی له رامنځ ته شوی ثبات او امنیت د پرمختګ او اقتصادی ودې لپاره ګټه پورته کړی.
امیرخان متقی هم ویلی چې دوی له ټولې سیمې سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په وینا یې په داسې وضعیت کې چې د نړۍ اقتصادی او سیاسی حالت چټک بدلېدونکی دی د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور رامنځ ته کېدل اړین دی او دا مسله به د پیاوړ اړیکو او همیشنی پرمختګ سبب شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.