ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۲۲مه او د مارچ ۱۴مه نېټه ده) د ترکیې انتالیا فورم ډیپلوماټیکې غونډې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل ترکی سیال مولود چاوش اوغلو سره لیدلی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوی، چې په په دې لیدنه کې دواړو لورو د ترکیې او افغانستان تر منځ د شته اړیکو پر لا پراختیا خبرې وکړې.
د معلوماتو له مخې، متقی او اوغلو د کابل او د افغانستان د نورو نړیوالو هوایی ډګرونو پر موضوع خبرې کړی او د قرارداد پر هغو مادو یې بحث وکړ چې لا هم بحث ته اړتیا لری.
لورو ژمنه کړې، چې د قطر په ګډون دواړه هیوادونه به د تخنیکی بحث له لاری ژر تر ژره پر پاتې موضوعاتو یوه حل ته د رسیدو هڅه کوی.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی د ترکیې په انتالیا ډیپلوماسۍ فورم غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې په رسمی بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
امیرخان متقی تېره ورځ (شنبه د کب ۲۱مه) دغې غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې، د امریکا په ګډون له هغو هېوادونو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستان کې جګړه کړې، وغوښتل چې نور دې پر افغانستان له فشارونو لاس واخلی او د دې هېواد له حکومت سره دې د همکارۍ لاره ونیسی.
ده وویل: “خصوصاً امریکا، اروپا او هغو هېوادونو ته مو چې په افغانستان کې یې دا ۲۰ کاله جګړه کړې او له جګړې یې کومه نتیجه نهده ترلاسه کړې، پیغام دا دی چې په افغانستان کې دې نور د فشار اپشنونه نهکاروی، بلکې د همکارۍ اپشنونه دې وکاروی چې یو له بل سره همکار شو او یو له بل سره کار کړو.”
ښاغلی متقی ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت باید تقویه شی څو ورسره د ده په خبره د مهاجرتونو لړۍ هم ختمه شی او د اقتصادی وضعیت له ښه کېدو سره به امنیتی وضعیت هم لا ښه شی.
گهیځ