معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بهرنیو چارو سرپرست د ترکمنستان وزیرانو شورا له مرستیال سره لیدلي

د بهرنیو چارو سرپرست د ترکمنستان وزیرانو شورا له مرستیال سره لیدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نفتو او ګازو په چارو کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال باتر امانوف سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د ټاپي او افغانستان ته د مایع ګاز د لېږد په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې ویلي، د ټاپي پروژې عملي کولو ته ژمن دی.

دغه راز امانوف ویلي، چې تر هرات ولایت د ټاپي پروژې غځېدل یې هم حکومت ته ځانګړی اهمیت لري.

نوموړي زیاته کړې، هیله مند دی چې د ټاپي پروژې اړوند پر شویو هوکړو کار ژر تر ژره وروستی شي، څو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ لیکې د کار پرانیسته وشي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس