ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۸مه) د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان وايي تمه لري چې د افغانستان په اړه د هېوادونو ترمنځ همغږي ډېره شي.
د دغه سازمان چارواکو د غونډې تر پیل مخکې په یوې خبري غونډې ته ویلي، دوی تمه لري چې اسلامي هېوادونه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې مرستې ولري.
د سرچینې په خبره اسلامي هېوادونه مسوولیت لري چې په افغانستان کې د میلیونونه انسانانو ژوند وژغوري او له دوی سره پر وخت همکاري وکړي.
دوی همدا راز ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه باید د اسلامي هېوادونو همغږي نوره هم پیاوړې شي او له دغه هېواد سره د پراخو مرستو ژمنه وکړي.
ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان خپله اوولسمه غونډه نن په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه جوړه کړي. امریکا هم د دې غونډې هرکلی کړی دی.