تر اته کلن ځنډ وروسته په لومړی ځل ایرانیان د عمرې ادا کولو  ته  لاړل

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر عربی رسنیو راپور ورکړی، چې له اته کلن ځنډ وروسته په لومړی ځل د ایرانی اتباعو یوه ډله د عمرې لپاره سعودی عربستان ته لاړل.

تر دې وړاندې رویترز خبری آژانس راپور خپور کړی و، چې په تېره ډسمبر میاشت کې سعودی عربستان پر ایرانیانو د حج عمرې د پرځای کولو بندیز لرې کړ.

د راپور له مخې دغه اقدام به په منځنی ختیځ کې د دغو دوو سترو قدرتونو ترمنځ د اړیکو د ښه والی برخه ک  اغېزمن رول ولوبوی.

په تېره مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب یوه موافقه وشوه چې له مخې یې ایران او سعودی عربستان خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې چې په ۲۰۱۶م کال کې د ریاض له‌خوا د یوه شیعه ملا د اعدام او له هغه وروسته په تهران کې د سعودی عربستان پر سفارت د یرغل له امله کړکېچنې شوې، بېرته په بشپړه توګه اعاده کړې.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.