معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ له دندې ګوښه شو

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ له دندې ګوښه شو

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دوحې تړون لپاره د امريکا ځانګړی استازی چې د زلمي خليلزاد پر ځای ټاکل شوی و، له دندې ګوښه او د ياد وزارت د تحريمونو د همغږۍ ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

اعلاميه کې ويل شوي، چې د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافيره کرن ډېکر، د افغان ښځو د حقونو دفاع لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال سکرتر جان مارک به د ټام وېسټ دنده پر مخ وړي.

ټام وېسټ په خپل اېکس تایيد کړې، چې د دوحې تړون لپاره د ځانګړي استازي دندې څخه تبديل شوی او په تېرو دريو کلونو يې د دغې دندې پر مهال د افغانانو د مختلفو قشرونو له همکاريو هم مننه کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس