حامد کرزی یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ښوونکی ورځې په مناسبت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې په دې ورځ ټولو ښوونکو او استادانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغوی خدمتونه ستایی.

حامد کرزی ویلی، په افغانستان کې ښوونکو تل له پراخو ستونزو سره – سره په ډېرو کمو امکاناتو د زده‌ کوونکو په ښوونه او روزنه کې زیار ګاللی او په پوره ریښتینولۍ سره یې خپله دنده پر مخ بېولې ده.

کرزی یو وار بیا له سرپرست حکومته غوښتی، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزی.

حکومت لا د نوموړی په دې څرګندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ترې وړاندې یې د شرایطو د برابرولو پورې د نجونو د زده کړو د بندېدو خبر ورکړی و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.