کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیالۍ د هېواد د اقتصادی پرمختګونو په اړه درې میاشتنی راپور خپور کړی.
په راپور کې ویل شوی، چې د ډالر پر وړاندې د افغانی ارزښت نه یوازې دا چې ثابت پاتې شوی، بلکې شاوخوا ۱۴.۵۰ سلنه لوړوالی یې هم موندلی دی.
د راپور له مخې، په دې موده کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مهمو پرمختیایی پروژو عملی کارونه پیل شوی دی.
د کابل د سروبی ولسوالۍ اړوندو کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې عملی چارې په چټکۍ روانې دی.
په همدې توګه، د کابل – جلالاباد د دوهم لین سړک د جوړېدو چارې هم پیل شوې دی.
سربېره پر دې، د جوزجان د سمنټو د فابریکې او د فاریاب د طوطی میدان د ګازو د کان تړونونه لاسلیک شوی، چې د مسوولینو په وینا د هېواد په صنعتی او اقتصادی وده کې به رغنده رول ولوبوی.
همدارنګه راپور کې د هېواد د اوبو د کنټرول په موخه ۳۵۵ چېکډمونو د جوړېدو خبره شوې، چې د دوی په خبره د کرنیزو اوبو د مدیریت لپاره به ګټور تمام شی.
په راپور کې دغه پرمختګونه د سرپرست حکومت د دوامداره اقتصادی هڅو پایله بلل شوې، چې د خلکو د ژوند په ښه کېدو کې به اغېز ولری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ