کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د غزې په تړانګه کې به اوربند نن سهار په ځایي وخت ۸:۳۰ بجې پلی شي.
دا پرېکړه حـ ـماس جـ ـهادي غورځـ ـنګ سره د اسراییلي اشغالګرو د اوږدو خبرو اترو په پایله کې څو ورځې وړاندې وشوه.
په ورته وخت کې اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې فلسطیني بندیان به نن له غرمې وروسته په ۴ بجو خوشې شي.
د دوی په وینا د دې پروسې د خونديتوب لپاره به اسراییل د ۱۲ ساعتونو لپاره خپل هوایي فعالیتونه ودروي.
همدارنګه د بشري مرستو رسولو د اسانتیا لپاره به په ورځني ډول د ۶۰۰ موټرو تګ – راتګ غزې تړانګې ته پیل شي.
د چارو د پوهانو په باور هغه اسراییلي اشغالګرو چې لومړیو کې یې د حمـ ـاس جهـ ـادي غورځنګ د لمنځه وړلو پسې غزې ته ننوتي وو، اوس د ناکامۍ په منلو سره حمـ ـاس سره هوکړه کوي او ټولې غوښتنې یې مني.
د چارو پوهان دا چاره د حمـ ـاس او د غزې ولسونو لپاره لوی بری بولي.
اسراییلو په نږدې یو نیم کال کې غزې باندې وحشي بریدونه وکړل، چې له امله یې زرګونه بې دفاع وګړي شهیدان او په لکونو نور زخمیان او بې کوره شول.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/