معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت وایي، پاکستان دې پر کرښه له پاروونکو کړنو لاس واخلي

افغان حکومت وایي، پاکستان دې پر کرښه له پاروونکو کړنو لاس واخلي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۲):
د بهرنیو چارو وزارت په کندهار کې د ډېورنډ پر فرضي کرښې د وړمې ورځې نښتې په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان حکومت دې د داسې پاروونکو کړنو مخنیوی وکړي چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي، خو د پاکستان لومړی وزیر بیا د افغانستان له حکومته دا ډول پېښو د نه تکرار ډاډ غوښتی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل ټويټر لیکلي، وړمه ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپين بولدک- چمن د تګ راتګ پر لاره خواشینوونکې پېښه رامنځته شوه چې دواړو خواوو ته یې مرګ‌_ژوبله هم واړوله. دغې پېښې ته په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې دغه پېښه د خواشینۍ او غندنې وړ ده.
یادې نښتې د شپږو پاکستاني او یو افغان پوله ساتي ژوند اخیستی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس