کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۵ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اسلاماباد کې د کډوالو اتشې ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان په زندانونو کې د بند پاتې افغانانو نغدی جریمې تادیه کړی.
دوی زیاته کړې، هغه بندیان چې د پاکستان په زندانونو کې یې د بند موده پوره وی، خو د نغدی جریمې او یا کرایې نه لرلو له امله بند پاتې وی، سملاسی به یې د جریمې پیسې ادا او د ټرانسپورټ زمینه به ورته برابره کړی.
دې وروستیو کې د پاکستان حکومت پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې چې له امله یې ګن شمېر افغانان بندیان او یا په بېلابېلو پلمو د پاکستانی حکومت له لوری ځورول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ