کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۳ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ترکیه او سوریه کې د شوې زلزلې لۀ امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۷ زره تنو څخه واوښت.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان دغو زلزلو کې د ۲۰ زره کسانو د مړینې اټکل کړی و، خو اوس راپورونه ښیی چې د مړو شمېره له دغې اټکل نږدې نیمایی پورته تللې.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې دواړو هېواونو کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دی، چې ښایی د مړینې شمېره نوره هم لوړه شی.
د ترکیې د بېړنیو حالاتو د ادارې مرکز ویلی، چې له دغې ۷،۷ درجې زلزلې څخه خپره شوې انرژی د ۵ سوه اټومی بمونو سره برابره وه.
دغو زلزلو کې تر اوسه د نږدې اتیا زره کسانو ټپی کېدل هم ثبت شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ