کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۳ مه نېټه):
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویلی، سرپرست افغان حکومت به هغو استعداد لرونکو او تجربه کارو شخصیتونو ته په حکومت کې د کار زمینه برابره کړی، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوی او یا هم راستانه کیږی.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون زیاته کړې، تر اوسه د وزیرانو، والیانو، جنرالانو، د ملی شورا غړو او پخوانیو سیاسی او پوځی شخصیتونو په ګډون له ۵ سوو ډېر سیاسی شخصیتونه هېواد بېرته ته راستانه شوی دی.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د سرپرست حکومت واک ته له رسېدو وروسته د هغو افغان سیاسی او نظامی شخصیتونو د راستنېدو په موخه جوړ شوی، چې له هېواده وتلی دی.
هېواد کې د اوسنی سرپرست افغان حکومت په حاکم کېدو سره د پخوانی حکومت ډېری جګپوړی چاوراکی په غوڅ اکثریت سره له هېواد بهر لاړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ