معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان کرکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره د روان سیریز وروستۍ (درېیمه) لوبه کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره د روان سیریز وروستۍ (درېیمه) لوبه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۷ نېټه):
د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولین وايي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به نن شپه د پاکستان ملي لوبډلې پر وړاندې د روان سیریز وروستۍ (درېیمه) لوبه ترسره کړي.
دوی ویلي، چې افغان لوبډله دغې لوبې لپاره هم د تېرو دوو لوبو په څېر بشپړ چمتوالی لري.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې به نن شپه د افغانستان پر وخت د شپې اته نیمې بجې د شارجې کرکټ نړیوال میدان کې سره مخامخ شي.
د دې سیریز لومړۍ او دوهمه لوبه افغانستان ګټلې وه، چې ورسره د دغې سیریز بریا هم د افغانستان په نوم ثبت شوه.
دغه لوبه که افغان لوبډله وګټي یا وبایلي، کوم توپیر یې په سیریز ګټلو کې نه پرېوځي.
دا په نړیواله کچه لومړی ځل دی، چې افغان لوبډله له پاکستان ملي لوبډلې څخه د سیریز بریا په خپل نوم کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس