ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) د المپیک د ملي کمېټې د مطبوعاتو غړي مجیب قاري زاده رسنیو ته وویل، دا سیالۍ چې پرون ناوخته پای ته ورسېدې، د سکي ۱۲ لوبغاړو په کې ګډون کړی وو. قاري زاده وايي، په دې سیالیو کې ځوانانو او تنکیو ځوانانو ګډون کړی …
ادامه نوشته »متقي عمران خان ته: افغانستان د چا بشري ځواک ته اړتیا نه لري
ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له ترکمنستان څخه تر راګرځېدو وروسته په هرات ولایت کې خبریالانو ته په خبرو کې یاد هېواد ته خپل سفر ګټور بللی دی. نوموړي دغه راز د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان …
ادامه نوشته »اسلامي امارت وايي مخدوم عالم یې د انسان تښتونې په تور نیولی
ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) د اسلامي امارت مرستیال وياند انعام الله سمنګاني ويلي، قوماندان مخدوم عالم د “اختطاف او انسان تښتونې” په تور نیولی او اوس يې موضوع تر څېړنې لاندې ده. سمنګاني زياته کړه، عالم مخدوم د اسلامي امارت د استخباراتو له خوا نيول شوی و چې …
ادامه نوشته »د نوي کال په راتګ سره د نجونو ښوونځي پرانستل کېږي
ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، هیله لري چې د نوي لمریزکال په پیل کې به په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. ذبیح الله مجاهد له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې …
ادامه نوشته »عمران خان افغانستان ته د بشري ځواک د رالېږلو غوښتنه کړې
ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۲۵مه) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغانستان کې د بشري کړکېچ د مخنیوي په موخه د خپل هېواد له چارواکو غوښتي چې بشري ځواک را ولېږي. عمران خان دغه غوښتنه د خپل هېواد لوړپوړو چارواکو او وزیرانو کمېټې (اپکس) په درېیمه غونډه کې کړې …
ادامه نوشته »بلینکن: م.م او سور صلیب دې افغانانو سره مرستې ډېرې کړي
ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۲۵مه) امریکا پر ملګرو ملتونو او نړیوال سره صلیب غږ کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له مشر او دغه راز …
ادامه نوشته »ا.ا: د ترکمني چارواکو سره یې د پلاوي خبرې ګټورې وې
ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۲۵مه) د افغانستان اسلامي امارت د ترکمنستان له حکومتي چارواکو سره دغه هېواد ته د تللي افغان پلاوي خبرې ګټورې بولي. د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بېګاه رسنیو ته ویلي، د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ له …
ادامه نوشته »عبدالباري عمر: د روغتیايي چارې دې له سیاسته لرې وي
ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) د افغانستان د روغتیا وزارت مسلکي معین ډاکتر عبدالباري عمر وايي، لاهم نړیوال بانک په افغانستان کې د کورونا د مرکزونو د تمویل په برخه کې بیا ځلي فعالیت نه دی پیل کړی. تر دې وړاندې نړیوال بانک تر ۲۰۲۴ میلادي کاله په هېواد …
ادامه نوشته »ازبکستان پر افغانستان ۶۰ سلنه برېښنا کمه کړې ده
ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) د افغانستان برښنا شرکت وايي، ازبکستان دغه هیواد ته په ورداتي برښنا کې ۶۰ سلنه کموالی راوستی دی. شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ازبکستان د افغانستان له برېښنا شرکت سره له همغږۍ پرته دغه کار کړی دی. خبرپاڼه کې دا هم ویل …
ادامه نوشته »امریکا له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیون ډالر مرستې اعلان کړی
ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) امریکا نن له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د ان بي سي د راپور له مخې، امریکا په افغانستان کې د بشري وضعیت ښه والي او دغه راز د دغه هېواد د اقتصادي سقوط د مخنیوي په موخه نن …
ادامه نوشته »