ګهیځ نیوز

په تېر کال کې له یو میلیون ډېرو بې ځایه شویو افغانانو ته مرستې رسېدلی

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومی ۱۱مه)، په ملګرو ملتونو کې د کډوالو لویه کمېشنری وایی، د ګڼو هېوادونو په مرسته بریالی شوی چې په تېر ۲۰۲۱ میلادی کال کې په افغانستان کې د جګړو له لاسه له یو میلیون او یو لک بې ځایه شویو او زیان لیدونکو وګړو سره …

بیشتر

د چین او افغانستان دوستانه اړیکې؛ وانګ یې یې پر دوام ټینګار کوی

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومی ۹مه) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی ویلی چې هېواد به یې له افغانانو سره دوستانه تګلارې او د دغه هېواد د ټولګډونه سیاسی جوړښت ملاتړ ته دوام ورکړی. نوموړی له سینهوا خبری اژانس او سی ایم جی سره په تازه مرکه کې …

بیشتر

راتلونکی کال به افغان محصولات ښه بازار ولری

ګهځ: نن پنجشنبه (د مرغومی ۹مه) د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شیر باز کمین زاده وایی را روان کال به د هیواد د بڼوالو مڼې او انار د بازار د نه درلودو له امله نه ورستېږی. نوموړی افغان محصولاتو په اړه یادې څرګندونې د جوس جوړوونکو شرکتونو …

بیشتر

‏د اسلامی امارت مشرتابه خپلو پوځیانو ته؛ د تېر حکومت نظامیان او کارکوونکی مه ربړوئ

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومی ۹مه) د اسلامی امارت امیرالمؤمنین مولوی هیبت الله اخوندزاده تېره ورځ په قندهار کې له ځایی چارواکو او د اسلامی امارت له غړو سره ناسته کړې. امیر المؤمنین د اسلامی امارت له امنیتی چارواکو، سرتېرو او نورو کارمندانو غوښتی چې د عمومی عفوې فرمان ته …

بیشتر

له هېواده ویستل شوی افغانان لا هم په هوټلونو کې ساتل کېږی

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومی ۸مه) د بریتانیا چارواکی وایی د اسلامی امارت تر راتګ وروسته برتانیا ته د لېږدول شویو افغانانو له ډلې ۱۲ زره لا هم د کورونو د موندو په تمه په هوټلونو کې ساتل شوی دی. ګارډین ورځپاڼې د حکومتی چارواکو له خولې ویلی چې …

بیشتر

په ننګرهار کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت جوړې شوې فابریکې په کار پیل وکړ

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومی ۸مه) د اسلامی امارت چارواکی وایی په ننګرهار ولایت کې یې د ۱۵ میلیونه ډالرو په مالی لګښت د چرګانو دانې د تولید فابریکه پرانستې ده. په دوحه کې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبره کړې …

بیشتر

په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن ماموریت؛ بایډن د ارزونې کمیسیون بودیجه توشیح کړه

ګهیځ: د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د شل کلن ماموریت او ماتې لپاره د ځانګړی کمیسیون د جوړولو بودیجه توشیح کړه. د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن د کانګرس له لوری د دفاعی بودیجې باوری شوې طرحه توشیح کړه. په دې …

بیشتر

د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ کړکېچنه کرښه؛ پاکستان وایی د اغزن تار ستونزه هواره شوې

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومی ۷مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلی، له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو ستونزه هواره شوې. شیخ رشید په کراچۍ کې خبریالانو ته ویلی چې اوس د افغانستان له اسلامی امارت سره په ګډه دا کار کوی. هغه د …

بیشتر

له اسلامی امارته د افغان شعیه ګانو غوښتنه: جعفری مذهب دې په رسمیت وپېژندل شی

ګهیخ: نن سې شنبه (د مرغومی ۷مه) د افغانستان د شعیه مذهب یوې ډلې د اسلامی امارت له نوی حکومت غوښتی چې، جعفری مذهب په رسمیت وپېژنی او د یوه ټولګډونی حکومت په چوکاټ کې دې د دوی حقونو خوندی کړل شی. دغې ډلې په یوه بیا کې د اسلامی …

بیشتر

له تاجکستانه د راغلې برېښنا موده یو کال نوره هم و غځول شوه

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۶مه) د افغانستان برېښنا شرکت وایی، له تاجکستان څخه یې د واردېدونکې برېښنا موده د راتلونکی یو کال لپاره نوره هم غځولې ده. یاده اداره وایی، له یاد هېواد سره یې په تازه لاسلیک کړی قرارداد کې د برېښنا موده د ۲۰۲۲ میلادی کال تر …

بیشتر
Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.