د ګهیځ ټولنې مرستیال څېړندوی رحیم الله حریفال
وړاندې له دې چې په دې خبرې وکړو، چې کلتوری او ادبی ټولنې د فرهنګ او ټولنې په پرمختیا کې څومره رول لری، په لنډه توګه د فرهنګ د پېژندنې په اړه توضیحات را اخلو او تر هغه وروسته به د فرهنګی ټولنو په رول او اغېزو رڼا واچوو.
په ټولنیزو علومو کې د یو څه لپاره زیات تعریفونه کېدلای شی، د پوهې خاوندان کولای شی چې د خپلې وړتیا او استعداد مطابق یو څه تعریف کړی او په اړه یې نظر ورکړی. دلته د کلتور یا فرهنګ په اړه له ډېر تفصیلی بحث او خبرو څخه تېرېږو، د موضوع سره د تړاو له امله په لنډه توګه د فرهنګ په اړه خبرې کوو:
فرهنګ له هغو مادی او معنوی، فکری او عاطفی ځانګړتیاوو څخه عبارت دی، چې یوې ټولنیزې ډلې یا هم ټولنې ته هویت ور بښی چې ژبه، ادبیات، دینی باورونه، د ګډ ژوند لارې او د بشر حقونه په خپله غېږ کې را نغاړی. (۱)
“هنری لوکاس” تمدن او فرهنګ هم معنا بولی، د دې توپیر سره چې د مفهوم له مخې فرهنګ له تمدن څخه محدود دی. دا باور هم موجود دی، چې کلتور د یوه ملت ټول مادی او معنوی ارزښتونه احتوا کوی او یو پراخ مفهوم لری او تمدن یې مادی اړخ منعکسوی. (۲)
هغه ځانګړتیاوې چې یو ملت، یا یوې ټولنې ته تشخص او هویت وربښی، لکه: ژبه، ادبیات، دینی باورونه د شریک ژوندانه لارې او انسانی حقوق، نو د یادو مشخصاتو د ساتلو لپاره منظم کار او هڅو ته اړتیا لیدل کېږی، دا کار او هڅې په بېلابېلو ډولونو او لارو چارو سره تر سره کېدای شی، یوه له مهمو لارو څخه یې د مدنی او کلتوری ټولنو رامنځته کول او یادو ټولنو ته پراختیا ورکول دی؛ تر څو د یوه هېواد په بېلابېلو سیمو او ځایونو کې کلتوری او فرهنګی ټولنې موجودې او په خپلو کړنو سره د کلتور د ساتنې او پرمختګ لپاره خدمت وکړی. هر انسانی کوښښ په هره برخه کې د ستایلو وړ دی او همدا انسانی هڅې دی چې نن ورځ نړۍ او بشری ژوند د خپل بې ساری پرمختګ په لوړو پړاونو کې قدمونه اخلی او انسانی ژوند ته ورځ تر بلې پرمختګ ورکوی.
د فرهنګ په وده او پرمختګ کې د ټولنې ټول غړی خپل رول او ځای لری، د ژوند شرایط، سوله او جګړه، فقر او شتمنی، پوه او ناپوهی او داسې نور… د یوه ملت او ټولنې په کلتور خپل مثبت او منفی اغېز لری.
کلتوری ټولنې د خپلو ملتونو د فرهنګی او ملی ارزښتونو ساتنه کوی، د هغو د پیاوړتیا لپاره کار او هڅې کوی او همدا کلتوری ټولنې دی چې د خپلو ناستو په ترڅ کې د یو ملت د ژبې، شعر او هنر د غوړېدا لپاره علمی ــ څېړنیز بحثونه کوی او د علمی بحثونو په پایله کې د خپل فرهنګ او کلتور لپاره ډېر څه په میراث پرېږدی، چې د کلتوری او ادبی ټولنو د منځ ته راتګ او جوړېدلو لړۍ زموږ په ګران هېواد افغانستان کې پخوانی پس منظر (شالید) لری، چې هم د ادیبانو او پوهانو د کوښښونو په پایله کې ادبی ټولنې تأسیس شوی او هم د دولتونو له لوری، دې برخې ته پام شوی دی، چې ښې بېلګې یې په لاندې توګه دی:
د (۱۳۰۹ هــ . ل) کال د لیندۍ د میاشتې په (۲۳) نېټه په هرات ولایت کې د فرهنګ او ادب د مینه والو له لوری د هرات ادبی انجمن جوړ شو او د هرات تر ادبی انجمن وروسته د (۱۳۱۱ هـ . ل) کال د لیندۍ د میاشتې پر (۹) نېټه، په کندهار کې د وخت د نایب الحکومه ارواښاد وزیر محمد ګل خان مومند په هڅونه او د هغه مهال د نومیالیو ادیبانو، لیکوالانو او فرهنګپالو په زیار او کوښښ د پښتو ادبی انجمن جوړېدل دی او همدارنګه په (۱۳۰۹ هــ . ل) کال کې د لومړی رسمی، علمی او فرهنګی انجمن په توګه د کابل انجمن جوړیدل او منځ ته راتګ دی، چې بیا په (۱۳۱۶ هــ . ل) کال کې د کندهار د پښتو انجمن او کابل ادبی انجمن د یو ځای کېدو څخه پښتو ټولنه منځ ته راغله، چې یادو ادبی انجمنونو او پښتو ټولنې د فرهنګ او ادب په وده کې ستر او نه هېرېدونکی کارونه تر سره کړل، خپل ولس او کلتور ته یې په سلګونو علمی، تاریخی او ادبی کتابونه او مجلې په میراث پرېښودلې، د ګڼو علمی او ادبی ناستو په جوړولو سره یې ډېرې موضوع ګانې حل کړې او د همدغو ټولنو په غېږ کې د هېواد په لسګونو علمی کادرونه وروزل شول. دلته مو ځکه په لنډه توګه د لومړنیو ادبی ټولنو او انجمنونو څخه یادونه وکړه؛ تر څو د یادو ټولنو تر سره شوی کار او زیار ته په کتلو سره نور هم د کلتوری او ادبی ټولنو ارزښت او اغېزو ته پام وکړو.
په دې وروستیو (۱۷) کلونو کې هم د کلتوری او ادبی ټولنو جوړېدلو ته ډېر پام شوی دی، چې د ټول هېواد په کچه په سلګونو مدنی او کلتوری ټولنې منځ ته راغلې دی او فعالیت کوی، په یوه راپور کې مې ولوستل، چې یوازې په خوست ولایت کې له (۸۰) څخه زیاتې کلتوری او ادبی ټولنې فعالې دی او په بېلابېلو برخو کې یې ګڼ کارونه ترسره کړی دی، نو کله چې یوازې د خوست په ولایت کې په دومره تعداد کې ټولنې شتون ولری، نو ویلای شو، چې د ټول هېواد په کچه د کلتوری او مدنی ټولنو شمېر له سلګونو څخه هم اوړی، چې دا په خپل ځای د خوښۍ او ویاړ خبره ده، چې په داسې یو هېواد کې، چې لا هم د جګړې له سرو لمبو څخه کړېږی او لا یې په کلی، کلی او کوڅه په کوڅه د جنګ د تورې بلا سیوری خپور دی، خو بیا هم ځوانان د کلتوری او مدنی ټولنو په جوړېدو سره د خپلې علمی کچې او د نورو ځوانانو د وېښولو او پوهولو لپاره هڅې او فعالیتونه کوی؛ نه یوازې دا، چې کلتوری ټولنو د جګړې په ترخو حالاتو او شرایطو کې کار کړی او خپل فعالیتونه یې ورځ تربلې پراخه کړی دی، بله مهمه خبره داده، چې کله، د شوروی اتحاد د تېری له امله هېوادوال د وطن پرېښودلو ته اړ شول او ډېر لږ خلک په خپلو سیمو کې پاتې شول، د ولس یوه زیاته برخه ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شول؛ کله چې څوک له خپل ټاټوبی څخه لرې، په یوه پردۍ ټولنه کې د غربت ژوند پیل کړی؛ دا نو بیا طبیعی چاره ده، چې د یاد ملت او ولس کلتور، ژبه، ادبیات او هنر د پردیو ټولنو تر اغېزو لاندې راځی، په خپل وطن کې له پردیو کلتورونو او دودونو سره مبارزه آسانه کار دی، خو کله چې په پردی وطن کې د غربت او مهاجرت ژوند وی؛ هلته بیا د خپل فرهنګ ساتل یو ستونزمن، خو ستر او ارزښتمن کار دی، موږ ولیدل چې افغان فرهنګیانو په هغو ستونزمو حالاتو کې هم خپلو سپېڅلو دندو او فرهنګی مبارزو ته په پوره هوډ او عزم سره دوام ورکړ، او نن ورځ یې موږ د هجرت د ادبیاتو په نامه سره پېژنو، چې خپله د هجرت د ادبیاتو د څېړنې او مطالعې په اړه د ماسترۍ او دکتورا تېزسونه لیکل شوی دی او لا هم د هجرت د ادبیاتو او فرهنګی کارونو ډېره برخه ناسپړلې پاتې ده، د غربت او هجرت په وخت نه یوازې، چې فرهنګیانو د هجرت د ادبیاتو په نامه یوه ستره برخه رامنځ ته کړه، او د ولس له لوری، چې کوم ادب پنځول شوی ؤ، د هغه د ساتلو او خوندی کولو په برخه کې یې هم نه هېرېدونکی او د ستایلو وړ کارونه وکړل، له بلې خوا د کلتوری او ادبی ټولنو په رامنځته کولو سره یې د خپل ولس د فرهنګی ارزښتونو کلکه ساتنه هم وکړه.
په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې د ادیبانو او فرهنګیانو له ټولنو څخه نیولې آن د ښوونکو او ډاکترانو د حقونو د دفاع او ساتلو په موخه ټولنې جوړې شوې چې د یادو ټولنو تنظیمونکی زیاتره لوستی ځوانان وو؛ د نوموړو ټولنو لمن له ولایتونو ور ها خوا تر ولسوالیو آن تر ځینو کلیو پورې ورسېده. نوموړې کلتوری ټولنې د با احساسه او لوستو ځوانانو له لوری جوړې شوې او د همدغو باسواده ځوانانو له لوری پر مخ بول کېږی. یادو ځوانانو د خپل چاپېریال ناوړه دودونه ښه درک کړی وو او له همدغو ناسمو دودونو څخه ځورېدل، نو د خپلو کلتوری او مدنی هڅو په مټ یې وکولای شول، چې ولس د پوهاوی لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه مخ ته یوسی او تر ډېره برېده پورې کومې کلتوری او مدنی ټولنې، چې د اخلاص او خپلو خلکو ته د چوپړ په نیت رامنځ ته شوې وې کارونه یې هم اغېزمن او ګټور وو. کلتوری ټولنو د ځوان کهول په بېدارولو او وېښولو کې هم ستره ونډه درلوده، ځوانان یې زده کړو ته وهڅول او د خپل توان تر حده یې د ځوانانو مسلکی وړتیاوې هم لوړې کړلې، په لسګونو مجلې، کتابونه او خپرونې چاپ شوې، سیمینارونه او مشاعرې جوړې شوې، د ځوانانو تر منځ د افکارو د بدلون لپاره زمېنه برابره شوه او د همدغو فرهنګی ټولنو په وسیله ګڼ شمېر ځوان کادرونه او استعدادونه ټولنې ته وړاندې شول، نو کله چې د یوې ټولنې ځوانان را بېدار شی، د خپلې ټولنې د پرمختګ لپاره ځېرکانه کار او مبارزې ته مټې را ونغاړی، دا خپله د یوه ملت لپاره د خوښۍ خبره ده او ځوانان چې کله له خپل کلتور او ارزښتونو څخه باخبره شی، دوی بیا د خپل فرهنګ د غوړېدا لپاره شعوری مبارزه کوی، نو همدا کلتوری او مدنی ټولنې دی، چې ځوانان یې وروزل، هغوی یې خپلو ملی ارزښتونو ته متوجې کړل او همدا ځوانان دی چې بیا د کلتوری ټولنو د پرمختګ او غوړېدا لپاره زحمتونه کاږی او په دې ډول د فرهنګ په وده کې د کلتوری ټولنو له لارې خپل مسؤولیت اداء کوی.
پایله:
په کومه ټولنه کې، چې فرهنګی فعالیتونه نه وی؛ هلته بیا نه یوازې دا چې د فرهنګی ودې چټکتیا ډېره کمزورې وی، له بل لوری په یادو ټولنو کې د آزادۍ او خپل نظر د څرګندولو لپاره هم کړۍ تنګه وی، همدا مدنی او کلتوری ټولنې دی چې د ځوانو کادرونو د روزنې او ویښتابه ستر مسؤولیت او دنده سرته رسوی، د همدې ټولنو له لارې د یوه قوم د ژبې، کلتور او نورو ارزښتونو د غوړېدا لپاره کار کېږی، موږ او تاسو په تېرو (۱۷) کلنو کې ولیدل چې د هېواد د سترو او کوچنیو ژبو د پرمختګ لپاره زیات کارونه او فعالیتونه ترسره شول، د علمی او فرهنګی شخصیتونو د کارونو د ستایلو په موخه په لسګونو غونډې او علمی پروګرامونه جوړ شول، د همدې ټولنې د زیار او هڅو په پایله کې په لسګونو مهم او با ارزښته کتابونه چاپ شول او د دې تر څنګ زموږ ژبې د نورو ژبو په پرتله لا هم ډېرو علمی او فرهنګی کارونو ته اړتیا لری، د نورو پرمختللو ژبو د مهمو کتابونو را ژباړلو ته اړتیا لیدل کېده، چې په یاده برخه کې کلتوری او فرهنګی ټولنو خپله دنده تر ډېره ځایه پورې په ښه توګه سرته رسولې ده، په بېلابېلو برخو کې، له ساینس او ټکنالوژۍ څخه نیولې، بیا تر ادب او ژبې پورې مهم کتابونه او رسالې را وژباړل شوې او د چاپ په ګاڼه سمبال شوې چې دا کارونه یې د یادونې او ستایلو وړ دی. پوهې او علم ته د ځوان کهول په هڅونه او تشویق کې یې مهم رول لوبولی دی، په فکری برخه کې یې د ځوانانو د یووالی لپاره زیات زحمتونه ایستلی دی، د مسؤولینو سره یې د خپلې ټولنې او ولس ګڼې ستونزې شریکې کړې دی او د خپلو ناستو او آواز په وسیله یې مسؤولین متوجې کړی دی، نو په لنډه توګه ویلای شو چې کلتوری ټولنې خپل ځانګړی ځای او ارزښت لری د ژبې، ادب او فرهنګ په بډاینه کې ستر رول لری، په کار ده چې نوره هم پاملرنه ورته وشی، څه ناڅه ستونزې چې لری، د هغو په له منځه وړلو کې ځوانان نور هم جدی شی، او بله خبره دا چې باید پام ورته وشی، هغه وخت به نور هم د مدنی او کلتوری ټولنو کار اغېزمن شی، کله چې د همدغو کلتوری ټولنو تر منځ د یووالی مزی مضبوط شی، له بې ځایه مخالفتونو څخه به وژغورل شی.
۲-۱: تازه، سمیع الله. نګاهی به سرزمین نورستان، د میرزا تازه ګل فرهنګی بنسټ، ۱۳۹۶ ل کال.
گهیځ