ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره او منسوبین د افغانستان علومو اکاډمۍ د علمی غړی او ګهیځ ټولنې د مرستیال ښاغلی څېړندوی رحیم الله حریفال د علمی اثر (د حریفالو لهجه) د چاپ په مناسبت نوموړی او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز ته د زړه له کومی مبارکی وایی او د لوی الله تعالی څخه ښاغلی حریفال ته د هغه د قلم او استعداد د لا پیاوړتیا دعا کوی.
د یادولو ده چې د څېړندوی رحیم الله حریفال دا اثر (د حریفالو لهجه) کتاب د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا خپور شوی دی.
گهیځ