متاسفانه یو ځل بیا د افغانستان د رسنیو د پراخې کورنۍ یو بل فعال او تکړه غړی او د کندهار د ملی راډیو تلویزیون تصویر اخیستونکی محمد سلیم انگار د کندهار د ولایت مقام په تروریستی او وحشتناک برید کې له یو شمېر نورو ملکی او پوځی چارواکو سره په شهادت و رسید.
انا لله و انا الیه راجعون
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حال کې چې د کندهار د خونړۍ او مرموزې پېښې د نورو شهیدانو په څېر د ګران او تکړه ژورنالیست محمد سلیم انګار د شهادت له امله د نوموړی کورنۍ، دوستانو او په ټوله کې د افغانستان د رسنیو پراخې کورنۍ ته د تسلیت او غمرازۍ مراتب وړاندې کوی، له لوی الله څخه نوموړی ته جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته یې د زړه صبر او زغم غواړی.
لکه چې څرګنده ده د افغانستان روانه خونړی جګړه چې پر افغانانو له بهر نه تپل شوې د عامو افغانانو په څېر زمونږ له رسنیزې کورنۍ نه هم په مسلسل ډول قربانی اخلی، په داسې ډول چې نه یې حکومت مخه نیولی شی او نه یې نړیوال غواړی دغه ډول مرموزی پېښې کمې شی.
ګهیځ ټولنه باور لری چې که د ټولو روڼ اندو افغانانو په څېر ژورنالیستان او رسنیز کارکونکی هم په یوه خوله او یوه آواز د روانې تپل شوې جګړې د مخنیوی لپاره لاس په کار نشی، دا د قربانۍ اخیستو لړۍ به همداسې دوام وکړی او طبیعی ده چې ددې لړۍ دوام به د هیچ چا په ګټه نه وی.
یو ځل بیا د محترم سلیم انګار د شهادت له امله د زړه له کومې د خواشینۍ او غمرازۍ مراتب وړاندې کوو او له الله نه ورته جنت الفردوس غواړو.
گهیځ