ادبیات

ژبپوهنه او ادبیات!

 

لیکوال: د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی استاد اجمل ښکلى

ژبپوهنه او ادبیات تر نورو مسلکونو یو بل ته نېژدې دی. دواړه د یوې سکې دوه مخه دی، چې پولې یې دومره سره ګډې شی، چې توپیر یې لوستونکی ته سخت شى.

که ادبیات هغه علم وګڼو، چې پر ادب باندې بحث کوی او ژبپوهنه هغه علم چې له ژبې سره یې سروکار وی؛ نو بیا راته خبره رڼه شی او هغه دا چې د ادبیاتو او ژبپوهنې د بحث واحدونه( ادب او ژبه) سره بېل دی؛ خو دا دواړه سره دومره نېژدې دی، چې توپیر یې اسانه کار نه دى.

ژبه له ادب نه د ځان د هغه اظهار تمه لری، چې نور علوم یې نه شی کولى. هغه اظهار چې د ساینس او تاریخ او نورو ټولنیزو علوم د وس کار نه دى. فورمالیستان د ژبې دې ادبې بڼې ته ناعادی ژبه وایی.

کله چې د بېلابېلو ژبنیو عناصرو ترمنځ نوې اړىکې کشف شی او عادی او فرسوده اړیکې له پامه وغورځی، دې ته ناعادی یا ادبی ژبه وایی. د باقر دوه بیته دی:

درد زما ورور دى تسلی راکوی

ډیوه مې مور ده ټوله شپه ویښه وی

زه چې ترڅو پورې راغلى نه یم 

ماته د خپل کور دروازه ویښه وی

په عادی ژبه کې د (درد) او (ورور) او د (مور) او (ډیوې)، همداسې د (دروازې) او (ویښتیا) ترمنځ هغسې تړاو نشته، لکه په دې شعر کې چې رامنځته شوى دى. په عادی ژبه کې څوک درد ته ورور او ډیوې ته مور نه وایی او نه دروازې ته د خوب او ویښتیا نسبت کوی.

دې ته وایی د شعر خیال و عاطفه. له دې ناعادی تړاوه د راپیدا شوې عاطفې او خیال بېلول ناشونى کار دى، ځکه نو وایو، چې په شعر کې عاطفه او خیال غاړه غړۍ وی.

که خبره د عادی او ناعادی تړاو وی، بیا خو راته د ادبیاتو او ژبپوهنې توپیر اسانه ښکاری؛ خو داسې نه ده. دا پولې ډېرې مبهمې دی؛ خو د ژبپوهنې او ادب له ډلبندۍ پرته د انسان چاره نشته، ځکه دا د موضوعاتو د درک مؤثره لار ده.

لومړۍ پوښتنه دا ده، چې که د ژبپوهنې موخه د (ژبه د پوهاوی چاره څنګه ترسروی؟) پوښتنې ځوابول وی، بیا خو ادب هم دا کار کوی، بیا نو ژبپوهنه پر ادب ولې بحث ونه کړی؟

په شلمه پېړۍ کې د بېلابېلو علومو ترمنځ غځېدلو اړیکو ته پوهان ځیر شول او پر دې بنسټ ورته پته ولګېده، چې پوهېدل او پوهول د انسان د ژوند اساسی کار دى.

انسان له بهرنی طبیعت او واقعیت سره مخ دى او پکار ده، چې د پوهاوی اړیکه ورسره ولری. علوم د انسان او طبیعت ترمنځ د تفاهم همدا اړیکه پیاوړې کوی، چې ژبپوهنه پرې بحث کوی.

نو که ادب د ژبې د افهام و تفهیم چاره په ناعادی بڼه ترسروی او ژبپوهنه پرې د خبرو کولو واک لری،

بیا خو ژبپوهنه ساینس نه دى. دا بېله خبره ده، چې ژبپوهنه د ژبې په اړه په څېړنه کې له ساینسی مېتودونو او اصولو نه استفاده کوی او تر یوه ځایه برى هم ترلاسه کوی؛ خو دا خبره د چوکاټ تر حدودو وی. په ژبه کې ترکیبونه څرنګه جوړېږی، جمله څنګه وی، په جمله کې د بېلابېلو عناصرو ترتیب څنګه وی، فعلونه څرنګه جوړېږی،

په جمله کې د بېلابېلو توکیو ترمنځ سمون یا مطابقت څنګه راځی، موږ ته دا د ژبپوهنې پوښتنې ښکاری؛ خو دا خبرې ډېرې چوکاټی دی. د ژبپوهنې وزرې هله وسوځی، چې کله له دې پوښتنې سره مخ شی، چې دا ژبنی چوکاټونه د انسانانو احساسات او افکار څنګه رانغاړی؟

ولې له یوې جملې یا کلمې نه څو ماناوې اخلو؟ عواطف تل د کب غوندې د چوکاټ له منګولو ښویېږی او ژبه د عواطفو د څرګندولو او درک لویه وسیله ده.

چې ژبپوهنه په دې پوښتنو پسې راووځی، نو له سیمانټیکه تېره شی او سیده د ادبیاتو په شنه خو بې پایانه جزیره کې ورکه شی. اوس موږ درک کړې، چې د ژبپوهنې له مباحثو ادبیات نه شی مستثنا کېداى، ځکه ادبیات هم ژبه ده. که خبره دا وی، نو پوښتنه دا پیدا کېږی، چې ادبیات بیا ولې له ژبپوهنې بېل مطالعه کوو؟ دې پوښتنې ته لږ وروسته ځواب وایم.

د عادی او ناعادی اړیکې خبره مو وکړه؛ خو دا اړیکه ډېره مرموزه او پراخه وی. انسان په اسانه د بېلابېلو ژبنیو توکیو ترمنځ غځېدلې اړیکې عادی یا ناعادی نه شی ګڼلى او دا د ادبیاتو او ژبپوهنې د ګډون بله نښه ده.

ناعادی اړیکې تل ناعادی نه پاتېږی. د وخت په تېرېدو د بېلابېلو ژبنیو عناصرو ترمنځ غځېدلې ناعادی اړیکه په عادی اړیکه واوری او بیا پکې هغه ابهام او هنری خوند پاتې نه شی. بیا هر لوستونکی ته عادی خبره وی. خړې سترګې به یو وخت نوې خبره وه؛ خو اوس نه ده؛ نو که ناعادی خبره ثبات نه لری او عادی کېږی، بیا خو به ناچاره د ژبپوهنې منګولو ته راځی.

اوس راته د ژبپوهنې او ادبیاتو د تړاو پته ولګېده، اوس به هغه پوښتنه راواخلو، چې ادبیات نو ولې بېل مطالعه کوو؟ د دې پوښتنې داخلی او بهرنی لاملونه دی. موږ که له ادبه د فرهنګ د خدمت تمه کوو، پکار ده، چې د یوه خپلواک مسلک په توګه یې ومنو او اصول یې معلوم کړو، چې که څوک ورته مخه کوی، چې لار ورته معلومه وی.

د ادب موخه هم ژبه ده؛ خو د ادب ځانګړنه دا ده، چې ژبه لړزانده(متزلزله) ساتی. ادبیات د ژبې پر همدې مشخصه (تزلزل) بحث کوی؛ خو ژبپوهنه د یوه علم په توګه له ژبې نه د ثبات غوښتنه لری او پر ثابت حالت یې خبرې کوی.

ژبپوهنه او ادبیات به سره ورته والی او توپیرونه لری؛ خو ژبپوهنه څوک د ادب او ادب څوک د ژبپوهنې له دروازې نه شی راګرځولى. په دې حساب ژبپوه ته پکار دی، چې پراخه ادبی مطالعه ولری، ګنې څېړنه به یې نیمګړې وی، ځکه د ژبې یوه بڼه ادب هم ده. همداسې ادیب ته پکار دی، چې د ژبپوهنې له لارې د ژبې له پراخو امکاناتو خبر شی. که ادیب د ژبې له پراخو امکاناتو خبر وی، د ژبې ادبی کارول او ماتول به ورته اسانه وی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.