لیکواله: روتن رېد
ژباړه: شفیق امیرزی (Shafiq Amirzay)
نننۍ لیکنه له پخوانیو هغو سره توپیر لری. په دې لیکنه کې زه د لیکوالۍ پر تخنیکونو او یا تخنیکی اړخ خبرې نه کوم. نن زه بل څه وایم، تاسې خپله کیسه ولیکئ؛ ځکه هغه د ډېرو لپاره مهمه ده.
انسانی ژوند د بېلو تجربو ټولګه ده. هر څوک بېلې تجربې، دردونه، خوندونه، مینه، نړۍ او بالآخره د نړۍ په اړه د لید یوه بېله زاویه لری، نو ځکه خو ټینګار کوو، چې تاسې خپله کیسه ولیکئ. دا چې تاسې ولې باید خپله کیسه ولیکئ، زه دلته دوه قوی دلیلونه راوړم.
موږ ۲۰۱۷ کال تېر کړ. ټول ښایی ځینې تجربې او داستانونه ولرو، ټولو داسې څه لیدلی، چې باید له نورو سره یې شریک کړو. زموږ تجربې ښایی ترخې وی، خو زموږ د رښتینې کیسې یوه ګټه به دا وی، چې نور ددغو تجربو له تکراره ډډه کوی.
زه بیا هم وایم، چې د هر چا تجربې بېلې وی، خو زموږ تجربې ځانګړې دی. هغه ارزښتمنې دی، زموږ خپلې تجربې کولی شی، د ژوند په اړه د لوستونکی یا مخاطب درک پیاوړی کړی. یا ښه ده ووایم چې د ژوند په اړه د مخاطب د تجربو او پوهې دایره پراخولی شی. زه دوه دلیله لرم چې تاسې باید خپله کیسه ولیکئ:
ستاسې کیسه، تاسې یاست!
ستاسې کیسه په تاسې پورې اړه لری. هغه ستاسې تجربه ده، ستا غوښتنې پکې راغلې دی، ستا نړۍ لید پکې نغښتی دی او ستا غږ دی. بل هېڅوک نه شی کولی ستا پیغام او ستا غږ نورو ته په سمه توګه ورسوی. که غواړې له تجربو دې نور ګټه پورته کړی په خپله یې ولیکه، خپل غږ په خپله نورو ته ورسوه. ستا تجربې ستا شخصیت دی او ستا کیسه ته په خپله یې. که خپله کیسه ولیکې، په خپله له خلکو سره خبرې کوې.
لیکوال نیل ګیمان په دې اړه وایی: موږ باید خپل غږ ته انعکاس ورکړو، ددې تمه و نه لرو، چې خپل غږ د نورو له خولې واورو. زموږ کیسه موږ ته سکون راکوی، خو نورو ته یو پیغام لېږدوی. زه دا نه وایم چې د نورو تجربې مه کاپی کوئ. پروا نه کوی، هغه په خپلو کیسو کې ګډې کړئ، خو خپله اصلی تجربه او خپل رښتینی غږ نورو ته رسول بېل خوند لری. د خپلې خوښې کیسه، د خپلې خوښې جشن په اړه خبرې، او بالآخره د خپل احساس کیسه که وکړئ د نورو پر زړونو پرېوزی. ستاسې غږ او ستاسې تجربې ښایی د ډېرو لپاره مهمې وی.
نو زه هم وایم، چې هېڅوک ستاسې فکر نه لری، هېڅوک ستاسې احساس، تجربې، تخیل، نړۍ لید، هیلې او درد نه لری. نو ستاسې کیسه ستاسې او نورو لپاره مهمه ده. ستاسې کیسه خاصه ده او ستاسې کیسه ارزښتمنه ده. د لیکوال لپاره تر ټولو لوړ کار دا دی، چې خپلې رښتینې تجربې او خپلې کیسې ولیکی او نورو ته یې وړاندې کړی. نو خپلې کیسې ولیکئ او خپرې یې کړئ!
ستاسې کیسه طبیعی ده!
خپله کیسه ولیکې، ځکه هغه طبیعی ده. د خپلې کیسې لیکل وخت غواړی دا طبیعی خبره ده. تاسې وخت ورکړئ، تمرین وکړئ او خپلې کیسې ولیکئ. ستاسې کیسې ارزښتمنې دی او خلکو ته د دروغو پر ځای واقعی او طبیعی ښکاری.
د خپلو شخصی تجربو لیکل مهارت او تمرین ته اړتیا لری. زه ډېر خلک پېژنم دوی ته وایم خپلې تجربې ولیکئ، وایی هیله لرم ویې لیکم، خو نه یې شم لیکلی. دا سمه ده، چې په لومړی سر کې د خپلو خبرو لیکل ګران دی. خو تمرین ته اړتیا لری، که تاسې خپلې تجربې یو په یو د یوه شهکار په بڼه وړاندې کول غواړئ نو دا ناشونی کار دی.
خو د تمرین او هرې ورځې لیکلو پر مټ تاسې کولی شئ، هم خپلې تجربې له خلکو سره شریکې کړئ او هم خپلې لیکوالۍ ته وده ورکړئ. نو ستاسې تجربې او ستاسې کیسې اصلی دی. خوند لری او لوستونکی لری. د نورو د کیسو د لیکلو پر ځای خپلې کیسې ولیکئ، خپلې تجربې له لوستونکو مه سپموئ.
دا طبیعی ده، د خپلو کیسو لیکل به مو وخت وغواړی، خو لیکل یې بې ګټې نه دی. وخت ورکړئ خو دا کار مه پرېږدئ.
گهیځ