تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰ زره ټنه انتقالات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۴ نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلی، په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰زره ټنه انتقالات ترسره شوی دی.
د خبر له مخې دغې ادارې زیاته کړې، چې تېره اونۍ د حېرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۰۰ زره ۸۹۰ مټریک ټنه توکی لېږدول شوی، چې په یادو توکو کې ۹۷۶ ټنه توکی صادر شوی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملی اداره وایی، دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والی لپاره هڅه کوی او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر او معیاری چوپړتیاوې خلکو ته وړاندې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.