کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلی، چې تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۸ زره ۲۵۴ مټریک ټنه انتقالات شوی دی.
دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې تېره اونۍ د حېرتانو بندر لارې ۵۸ زره ۴۸۴ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۲ زره ۳۵۴ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۷ زره ۴۱۶ مټریک ټنه انتقالات شوی، چې په ټولیزه توګه ۷۸ زره ۲۵۴ مټریک ټنه انتقالات کیږی.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې وړمه اونۍ هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۶ زره ۷۶۹ مټریک ټنه انتقالاتو خبر ورکړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ