تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۶ زره ټنه انتقالات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۶۶زره ټنه انتقالات ترسره شوی دی.
د راپور پر بنسټ د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلی، چې تېره اونۍ د حېرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۶۶ زره ۷۶۹ مټریک ټنه توکی لېږدول شوی دی.
په یادو توکو کې ۲ زره ۳۸۴ ټنه توکی صادر شوی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملی ادارې ویلی، دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والی لپاره هڅه کوی او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.