کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وایی، چې تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۰ زره او ۱۸ ټنه انتقالات شوی دی.
د خبر پر بنسټ دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې تېره اونۍ د حېرتانو بندر له لارې ۴۱ زره ۱۳۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۰ زره ۹۷۶ ټنه او دغه راز د تورغنډۍ بندر له لارې ۷ زره ۹۰۸ ټنه انتقالات شوی، چې په ټولیزه توګه ۶۰ زره او ۱۸ ټنه انتقالات کیږی.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړاندې اونۍ کې هم د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۷۱ زره او ۱۷۶ ټنو د انتقالاتو خبر ورکړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ