معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۰ زره ټنه انتقالات شوي

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۰ زره ټنه انتقالات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳۱ مه نېټه):
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۷ زره ۴۲۲ ټنه انتقالات شوي دي.
دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اونۍ د حېرتانو بندر له لارې ۴۵ زره ۸۳۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۲ زره ۷۶۲ ټنه او دغه راز د تورغنډۍ بندر له لارې ۸ زره ۸۲۲ ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ۶۷ زره او ۴۲۲ ټنه انتقالات کیږي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې هڅه کوي لا زیاتو انتقالاتو ته مناسبه زمینه برابره او سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس