دیندارخیل

افغانستان په لومړی ځل عراق ته طبی سیروم صادر کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د ملی شفاء فارماسیټیکل د سیروم جوړولو کارخونې د لومړی ځل لپاره د ۵۸۰ زره امریکایی ډالرو په ارزښت، یو میلیون ۸۰۰ زره بوتله سیروم عراق ته صادر کړل. د یادونې وړ ده چې …

بیشتر

روسیې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتووالی ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتری ژیرنوف سره کتلی. د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د روسیې سفیر ویلی، روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ …

بیشتر

ایران یوه جنګی کښتۍ جنوبی نیمې کُرې ته اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران یوه جنګی کښتۍ چې په توغندیو او بې پېلوټه الوتکو سمباله ده، د لومړی ځل لپاره له استوایی کرښې څخه جنوبی نیمې کُرې ته اوښتې ده. د ایران دولتی راډیو پرون دا خبر ورکړی، خو …

بیشتر

زرګونه اسراییلی لاریون کوونکو په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې زرګونو اسراییلی لاریون کوونکو د اسراییلو د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د هغې اقدام پرضد لارو – کوڅو ته راوتلی وو، چې په غزه کې یې نسل وژنه پیل کړې ده. دوی …

بیشتر

ننګرهار کې د بزګرانو اقتصادی پیاوړتیا په موخه د اینجې طبی بوټی ترویج پیل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د بزګرانو اقتصادی پیاوړتیا په موخه د اینجې طبی بوټی کر او ترویجول پیل شوی دی. د خبر پر بنسټ اوس مهال د ننګرهار په بهسود، سره رود، ګوشتې، حصارک، …

بیشتر

کابل کې د کرنیزو محصولاتو څلور ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل په بادام باغ کې د کرنې وزارت له لوری د کرنیزو محصولاتو لپاره جوړ شوی څلور ورځنی نندارتون او د بزګر جشن پای ته ورسېد. د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسوولین دغه نندارتون …

بیشتر

ننګرهار کې د ۱.۱ میلیون ډالرو په ارزښت پراختیایی پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، سیمه ییزو مسوولینو او د جاپانی «PMS» موسسې استازو د ننګرهار په بالا کوټ ولسوالۍ کې یوه ټولګټه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله. دغه پروژه چې پرې ۱.۱ میلیونه امریکایی ډالره …

بیشتر

د لته بند له لارې د کابل – سروبی سړک د جوړولو پاتې چارې بشپړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال مـ.ـلا عبـ.ـدالغـ.ـنی بـ.ـرادر د ټولګټو د وزیر ملا مـ.ـحمد عیسـ.ـی ثانی او د کابل د والی ملا امـ.ـین الله عـ.ـبید په ملتیا د کابل – سروبی لته بند سړک څخه لیدنه کړې. …

بیشتر

افغان حکومت وایی، د بدخشان پرونۍ پېښې څېړنې لپاره یې لوړ رتبه هیئت ټاکلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ بدخشان کې یو شمېر خلک د هغو امنیتی ځواکونو پر لور هجوم ور وړ، چې دغه ولایت کې د کوکنارو کښت په له منځه وړلو بوخت وو. که څه هم د دغې پېښې په اړه …

بیشتر

هېواد کې د ۱۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پیل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادی معاونیت ویلی، د روان کال په وری میاشت کې په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۱۶.۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۹ پروژو پرانیسته شوې او چارې یې پیل شوې دی. په پرانیستل …

بیشتر
Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.