معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست (صفحه 119)

سیاست

ا.ا د نیویارک ټایمز هغه ادعا ردوي چې ګنې د کابل پر هوايي ډګر برید کوونکی له بګرامه خوشې شوی و

ګهيځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۱۲مه) اسلامي امارت وايي د بګرام د ماتېدو او د اکسټ پر ۲۶ پر هوايي ډګر د را منځ ته شوي برید تر منځ موده ډېره کمه وه. د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي وايي، دا هیڅ شونې نه ده، چې په دومره کمه موده …

ادامه نوشته »

‏د اسلامي امارت مشرتابه خپلو پوځيانو ته؛ د تېر حکومت نظامیان او کارکوونکي مه ربړوئ

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۹مه) د اسلامي امارت امیرالمؤمنین مولوي هیبت الله اخوندزاده تېره ورځ په قندهار کې له ځايي چارواکو او د اسلامي امارت له غړو سره ناسته کړې. امیر المؤمنین د اسلامي امارت له امنیتي چارواکو، سرتېرو او نورو کارمندانو غوښتي چې د عمومي عفوې فرمان ته …

ادامه نوشته »

له هېواده ویستل شوي افغانان لا هم په هوټلونو کې ساتل کېږي

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۸مه) د بریتانيا چارواکي وايي د اسلامي امارت تر راتګ وروسته برتانیا ته د لېږدول شویو افغانانو له ډلې ۱۲ زره لا هم د کورونو د موندو په تمه په هوټلونو کې ساتل شوي دي. ګارډین ورځپاڼې د حکومتي چارواکو له خولې ویلي چې …

ادامه نوشته »

په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن ماموریت؛ بایډن د ارزونې کمیسیون بودیجه توشیح کړه

ګهیځ: د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شل کلن ماموریت او ماتې لپاره د ځانګړي کمیسیون د جوړولو بودیجه توشیح کړه. د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن د کانګرس له لوري د دفاعي بودیجې باوري شوې طرحه توشیح کړه. په دې …

ادامه نوشته »

د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ کړکېچنه کرښه؛ پاکستان وايي د اغزن تار ستونزه هواره شوې

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۷مه) د پاکستان د کورنيو چارو وزیر ویلي، له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو ستونزه هواره شوې. شیخ رشید په کراچۍ کې خبریالانو ته ویلي چې اوس د افغانستان له اسلامي امارت سره په ګډه دا کار کوي. هغه د …

ادامه نوشته »

له اسلامي امارته د افغان شعیه ګانو غوښتنه: جعفري مذهب دې په رسمیت وپېژندل شي

ګهیخ: نن سې شنبه (د مرغومي ۷مه) د افغانستان د شعیه مذهب یوې ډلې د اسلامي امارت له نوي حکومت غوښتي چې، جعفري مذهب په رسمیت وپېژني او د یوه ټولګډوني حکومت په چوکاټ کې دې د دوی حقونو خوندي کړل شي. دغې ډلې په یوه بیا کې د اسلامي …

ادامه نوشته »

پر افغانستان د شوروي یرغل له ورځې سره سم اسلامي امارت له نړۍ سره د ښو اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د یرغل دوه څلوېښتمه کالیزه ده. له نن څخه ۴۲ کاله مخکې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر ۶مه د شوروي د پوځ لومړني قطعات د هېواد په شمال کې د حیرتانو د بندر له …

ادامه نوشته »

ستانکزی وايي پر دوی د امریکا فشارونه د خپلو خبرو د منلو لپاره دي

ګهیځ: د افغانستان نوی حکومت وايي نړیوال یوازې د دې لپاره چې د دوی خبرې ومنل شيی، اقتصادي فشارونه راولي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرعباس ستانکزي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې نړیوال پر دوی فشارونه راولي او هڅه کوي پر دوی خپلې خبرې ومني، نو له …

ادامه نوشته »

نیویارک ټایمز: اړتیا ده چې امریکا له افغانستان سره مستقیمې اړیکې ولري

ګهیځ: نن یکشنبه( د مرغومي ۵مه) نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تبصره کې ویلي، په کار ده چې امریکا د پاکستان پر وړاندې پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي. په تبصره کې راغلي، امریکایي سیاستوال او ډېری پالیسي جوړوونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا …

ادامه نوشته »

د پاسپورټ ریاست: په کابل کې له دې وروسته یوازې په انلاین ډول د پاسپورټ غوښتنلیکونه ثبتوي

ګهیځ: نن (شنبه د مرغومي ۴مه) د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست عمومي رئیس مولوي عالم ګل حقاني وايي، له دې وروسته خلک کولای شي یوازې په آنلاین توګه د پاسپورټ لپاره خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي. حقاني دا څرګندونې تېره شپه په یوه ویډيویي پیغام کې کړي. هغه زیاتوي …

ادامه نوشته »
قالب وردپرس