سعودي عربستان د اسلامي همکاریو له نړیوال سازمان څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه یوه بېړنۍ غونډه راوبولي. ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) د عرب نیوز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د سعودي چارواکو ویلي دوی په افغانستان کې د تل پاتې ثبات او سولې غوښتونکي دي او …
ادامه نوشته »ناټو غونډه کې پر نورو مسایلو برسېره د افغانستان په تړاو هم بحث کېږي
د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به نن په غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي. ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) د ناټو په دوه ورځنۍ غونډه کې، چې د لتویا په پلازمېنه ریګا کې جوړیږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر …
ادامه نوشته »سمګاني: د جمهوریت په لوګو د پاسپورټونو د وېش لړۍ نه بندېږي
ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۸مه) د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمګاني، د جمهوریت په نښان د پاسپورټونو د وېش لړۍ بندېدو په تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړل. له دې وړاندې شمشاد ټلویزیون پر خپله ټویټرپاڼه د پاسپورټ د مرستیال ریسس په حواله لیکلي وو، …
ادامه نوشته »پر بایډن د نه ختمېدونکو نیوکو لړۍ؛ امریکایي استازی وايي افغانان او امریکایان یې په ناورین کې ښکېل کړل
د امریکا د کانګریس ځينې غړي وایي چې بایډن دې نور له واک سره مخه ښه وکړي. د امریکا د کانګریس غړي روني جکسون په تازه څرګندونو کې ویلي چې بایډن واک ته له رسېدو بیا تر دمه امریکا په کړکېچونو کې ښکېله کړې او امریکایانو ته یې بحرانونه زېږولي …
ادامه نوشته »په دوحه کې د افغان او اروپايي استازو د خبرو پای؛ متقي وايي مثبتې پایلې به ولري
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او ورسره پلاوي یې دوحه کې د اروپایي ټولنې استازو سره خپلې دوه ورځنۍ مخامخ خبرې پای ته ورسولې. ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۸مه) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په خپاره کړي غږيز پیغام کې ویلي چې په …
ادامه نوشته »ستانکزی: مخالفین دې هېواد ته راستانه شي خو د وزارت تمه دې نه کوي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وایي بهر ته تللي سیاستوال د افغان په توګه کولی شي هېواد ته راشي خو د وزارتونو خیال دې له سره وباسي. ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) شیرمحمد عباس ستانکزي په یوه ویډیويي پیغام کې …
ادامه نوشته »افغان خاوره؛ د ساتنې په موخه یې په پولو کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کېږي
کورنیو چارو وزارت وایي، ډېر ژر به د افغان پولو په اوږدو کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شي. ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د پوله ساتي ځواکونو عمومي رییس شېرمحمد شریف دغه څرګندونې د کندهار سپین …
ادامه نوشته »مسکو د افغانستان په هکله له امریکا سره په اړیکه کې دی
روسیه وایي له واشنګټن سره د افغانستان په اړه له نږدې کار کوي. ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) په واشنګټن کې د روسیې سفیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د بحران په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ نږدې اړیکې او بحثونه دوام لري. مسکو وايي …
ادامه نوشته »رییس الوزراء: د ولس ستونزې هوارې کړئ؛ که نه واکمني به مو ړنګه شي
د افغانستان رییس الوزرا په خپله لومړنۍ وینا کې د اسلامي امارت پر چارواکو غږ کړی دی چې د واک په تر لاسه کولو دې شکر وباسي او د افغانانو ستونزې دې هوارې کړي. ګهیځ: مولوي محمد حسن اخوند د شنبې په شپه (د لیندۍ ۶مه) په خپاره کړي غږیز …
ادامه نوشته »پر بایډن د ټرمپ د نیوکو لړۍ؛ نړۍ موږ ته د احمقانو په سترګه ګوري
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په خپلو نیوکو کې جو بايډن په نښه کړی دی. ګهیځ: ټرمپ د افغانستان په مسئله کې پر جوبایډن توندې نیوکې کړې دي. هغه له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د بایډن د خپلسرۍ او ناکام پلان …
ادامه نوشته »