سیاست

ا.ا د نیویارک ټایمز هغه ادعا ردوی چې ګنې د کابل پر هوایی ډګر برید کوونکی له بګرامه خوشې شوی و

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومی ۱۲مه) اسلامی امارت وایی د بګرام د ماتېدو او د اکسټ پر ۲۶ پر هوایی ډګر د را منځ ته شوی برید تر منځ موده ډېره کمه وه. د اسلامی امارت ویاند بلال کریمی وایی، دا هیڅ شونې نه ده، چې په دومره کمه موده …

بیشتر

‏د اسلامی امارت مشرتابه خپلو پوځیانو ته؛ د تېر حکومت نظامیان او کارکوونکی مه ربړوئ

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومی ۹مه) د اسلامی امارت امیرالمؤمنین مولوی هیبت الله اخوندزاده تېره ورځ په قندهار کې له ځایی چارواکو او د اسلامی امارت له غړو سره ناسته کړې. امیر المؤمنین د اسلامی امارت له امنیتی چارواکو، سرتېرو او نورو کارمندانو غوښتی چې د عمومی عفوې فرمان ته …

بیشتر

له هېواده ویستل شوی افغانان لا هم په هوټلونو کې ساتل کېږی

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومی ۸مه) د بریتانیا چارواکی وایی د اسلامی امارت تر راتګ وروسته برتانیا ته د لېږدول شویو افغانانو له ډلې ۱۲ زره لا هم د کورونو د موندو په تمه په هوټلونو کې ساتل شوی دی. ګارډین ورځپاڼې د حکومتی چارواکو له خولې ویلی چې …

بیشتر

په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن ماموریت؛ بایډن د ارزونې کمیسیون بودیجه توشیح کړه

ګهیځ: د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د شل کلن ماموریت او ماتې لپاره د ځانګړی کمیسیون د جوړولو بودیجه توشیح کړه. د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن د کانګرس له لوری د دفاعی بودیجې باوری شوې طرحه توشیح کړه. په دې …

بیشتر

د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ کړکېچنه کرښه؛ پاکستان وایی د اغزن تار ستونزه هواره شوې

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومی ۷مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلی، له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو ستونزه هواره شوې. شیخ رشید په کراچۍ کې خبریالانو ته ویلی چې اوس د افغانستان له اسلامی امارت سره په ګډه دا کار کوی. هغه د …

بیشتر

له اسلامی امارته د افغان شعیه ګانو غوښتنه: جعفری مذهب دې په رسمیت وپېژندل شی

ګهیخ: نن سې شنبه (د مرغومی ۷مه) د افغانستان د شعیه مذهب یوې ډلې د اسلامی امارت له نوی حکومت غوښتی چې، جعفری مذهب په رسمیت وپېژنی او د یوه ټولګډونی حکومت په چوکاټ کې دې د دوی حقونو خوندی کړل شی. دغې ډلې په یوه بیا کې د اسلامی …

بیشتر

پر افغانستان د شوروی یرغل له ورځې سره سم اسلامی امارت له نړۍ سره د ښو اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۶مه) پر افغانستان د پخوانی شوروی اتحاد د سرو لښکرو د یرغل دوه څلوېښتمه کالیزه ده. له نن څخه ۴۲ کاله مخکې د ۱۳۵۸ کال د مرغومی پر ۶مه د شوروی د پوځ لومړنی قطعات د هېواد په شمال کې د حیرتانو د بندر له …

بیشتر

ستانکزی وایی پر دوی د امریکا فشارونه د خپلو خبرو د منلو لپاره دی

ګهیځ: د افغانستان نوی حکومت وایی نړیوال یوازې د دې لپاره چې د دوی خبرې ومنل شیی، اقتصادی فشارونه راولی. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرعباس ستانکزی نن په یوه خبری غونډه کې وویل، چې نړیوال پر دوی فشارونه راولی او هڅه کوی پر دوی خپلې خبرې ومنی، نو له …

بیشتر

نیویارک ټایمز: اړتیا ده چې امریکا له افغانستان سره مستقیمې اړیکې ولری

ګهیځ: نن یکشنبه( د مرغومی ۵مه) نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تبصره کې ویلی، په کار ده چې امریکا د پاکستان پر وړاندې پر خپلې تګلارې له سره غور وکړی. په تبصره کې راغلی، امریکایی سیاستوال او ډېری پالیسی جوړوونکی په دې باور دی چې په افغانستان کې د امریکا …

بیشتر

د پاسپورټ ریاست: په کابل کې له دې وروسته یوازې په انلاین ډول د پاسپورټ غوښتنلیکونه ثبتوی

ګهیځ: نن (شنبه د مرغومی ۴مه) د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست عمومی رئیس مولوی عالم ګل حقانی وایی، له دې وروسته خلک کولای شی یوازې په آنلاین توګه د پاسپورټ لپاره خپل غوښتنلیکونه ثبت کړی. حقانی دا څرګندونې تېره شپه په یوه ویډیویی پیغام کې کړی. هغه زیاتوی …

بیشتر
Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.