ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) د افغانستان ګاونډي هېواد پاکستان وایي د دوی لخوا د نوي حکومت په رسمیت پېژندل په نړیواله ټولنه او د سیمې په هېوادونو پورې اړه لري. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي …
ادامه نوشته »چارواکي: کابل کې د شخصي شخړې له کبله ۳ تنه وژل شوي
ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۲۰مه) د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د یوې شخصي شخړې پر مهال د یوه پخواني افسر په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي. د دغه وزارت ویاند سعید خوستي رسنیو ته ویلي چې …
ادامه نوشته »په ننګرهار کې د ستروسو ۴۵ ډوله محصولات نندارې ته وړاندې شو
ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۸مه) د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې تولید شوي د ستروسو ۴۵ ډوله محصولات نندارې ته وړاندې کړل. د ستروسو د محصولاتو یاد نندارتون د بڼوالۍ ملي مرکز کې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی و. د نندارتون د …
ادامه نوشته »امریکا په افغانستان کې پر روان وضعیت پوهېږي؛ خو خپل شرایط پلي کوي
ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱مه) امریکایې چارواکي وایي په افغانستان کې روان وضعیت خواشینوونکی دی، خو تر هغه چې دوی له هر څه ډاډه نه شي کنګل شوې پانګه نه ازادوي. د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي، ټوماس ویسټ له یوې امریکايي رسنۍ سره په …
ادامه نوشته »کاملوف پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې
ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۸مه) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پر افغانستان د وضع شوو اقتصادي بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې. عبدالعزیز کاملوف په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانان له سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دي او …
ادامه نوشته »د کابل هوايي ډګر؛ ترکیې او قطر یې د چارو سمبالښت لپاره کمپنۍ مشخصې کړې
ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۸مه) په خپرو شو راپورو نو کې راغلي، ترکیې او قطر هغه کمپنۍ مشخصې کړې چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د چارو د سمبالولو مسوولیت په غاړه اخلي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر له دوه ورځني سفره تر ستنېدو وروسته …
ادامه نوشته »په پکتیا ولایت کې د مرمرو قیمتي ډبرو کان موندل شوی
ګهیځ: نن چهار شنبه (د لیندۍ ۱۷مه) په پکتیکا د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي، په دې ولایت کې یې د مرمرو قیمتي ډبرو کان پیدا کړی دی. د پکتیکا ولایت د کانونو او پترولیم رییس مولوي نظر ګل صياد ويلي، له څو ورځو راهيسي يې …
ادامه نوشته »مولوي هیبت الله: د هغو خلکو ستونزې هوارې کړئ چې په یوه او بله پلمه هېواد پرېږدي
ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) د اسلامي امارت د لوی مشر په حواله په یوه خپاره شوي بیان کې والیانو ته د هغو خلکو د ستونزو د هواري سپارښتنه شوې چې له هېواده د وتلو لپاره پلمې لټوي. د اسلامي امارت لوی مشر ملا هیبت الله اخوندزاده پورې تړلي …
ادامه نوشته »په افغانستان کې د امریکا ماموریت؛ پنټاګون یې وروستۍ میاشتې ارزوي
ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) راپورونه وايي چې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشتې ارزوي. د امریکا د دفاع وزارت سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه وزارت یو بې پلوه پلاوی ګومارلی دی څو د دوحې له هوکړې وروسته بیا د …
ادامه نوشته »په افغانستان کې روان وضعیت؛ ناټو او پاکستان پرې خبرې کړې دي
ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) د شمالي اتلانتیک تړونه یا ناټو او ګاونډي هېواد پاکستان په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره کتلي …
ادامه نوشته »