اوچا روان کال کې له ۲۲ میلیونه افغانانو سره د مرستو کولو خبر ورکړی

ګهیځ: نن شنیه (د مرغومي ۱۸مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، دوی په افغانستان کې اړتیاوو او زیان¬ ګاللو ته په پام خلکو ته بشري مرستې رسوي. د دې ادارې مشرې ایزابیل موسارد کارلسن ویلي، چې د مرستندویو ادارو موخه دا ده څو په …

Read More »

خالد حنفي: مونږ د دین د استازو په توګه د خلکو فکرونه باید اصلاح کړو

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۱۸مه) د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارسمبالی محمد خالد حنفي ویلي چې په افغانستان کې شل کاله ناټو او لویدیځوالو حکومت کړی او هغوی خپل فکر پر افغانانو باندې تحمیل کړی دی. نوموړي د کابل ښار له محتسبینو سره په لیدنه کې زیاته …

Read More »

سمګاني: په هېواد کې مېشت مخالفینو ته درناوی لرو

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۱۸مه) د اسلامي امارت ویاند انعام الله سمګاني وايي، هغه کسان چې مخالف باورونه لري او پر نظام نیوکې کوي، خو په افغانستان او د خپلو خلکو په منځ کې دي، د درناوي وړ دي. سمګاني وايي حتمي نه ده چې، د دوی په لیکو …

Read More »

‏تېر یو کال کې له افغانستانه ۹ زره متره مربع غالۍ بهرنیو هېوادونو ته صادر شوې ده

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) د افغانستان د غالۍ اوبدونکو ټولنې رییس نور احمد نوري رسنیو سره په خبرو کې وویل، د یو ګټور مالي سیستم نه شتون او د بانکي خدمتونو په برخه کې شته ستونزو د دوی کار ټکنی کړی دی. پر افغانستان د اسلامي امارت د …

Read More »

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکټور د همغږۍ شورا جوړوي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا خونه د نوې پرېکړې له مخې د همغږۍ شورا جوړوي. د دې شورا پر بنسټ به د افغان سوداګرو تر منځ د همغږۍ رامنځته کولو سربېره د …

Read More »

د کورنیو الوتنو په ګډون هره ورځ د کابل له هوايي ډګره ۲۰ الوتنې کېږي

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۱۴مه) د افغانستان اسلامي امارت د ملکي هوایي چلند اداره وایي، په ورځني ډول د کابل له هوایي ډګره ۲۰ الوتنې ترسره کېږي چې له ډلې یې ۳ کورنۍ او پاتې ۱۷ یې بهرنۍ الوتنې دي. د ملکي هوایي چلند د ادارې ویاند امام …

Read More »

اقتصادي بندیزونه به افغانان تر جګړې ډېر وځپي

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۱۴مه) پر افغانستان د امریکا اقتصادي بندیزونه به تر شل کلنې جګړې ډېر زیانونه واړوي. د انټرسېپټ په نامه د امریکا یوې انلاین نشريې د نړیوالو مبصرینو او شنونکو له خولې لیکلي چې امریکا په خپلو اقتصادي بندیزونو د میلیونونه افغانانو ژوند ته ګواښ …

Read More »

پر ا.ا د ډېورنډ د فرضي کرښې په رسمیت پېژندو باور نشي کېدای

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۱۴مه) له کله نه چې اسلامي امارت پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړې دوه ځل د دوی د پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ د ډیورنډ کرښې پر سر شخړه رامنځ ته شوې. د پاکستان اکسپرېس ټربیون رسنۍ راپور ورکړی دی چې …

Read More »

د اسلامي شریعت خلاف د ښځینه او نارینه لباسونو پر واردولو بندیز لګول کېږي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۱۳مه) د امر بالمعروف وزارت وايي، پر داسې طرحه کار کوي چې د اسلامي شریعت خلاف د ښځینه او نارینه وو لباسونو پر واردولو باندې بندیز ولګوي. د وزارت په وینا په دې کې پتلونونه، تنګ او لنډ کمیسونه او د شریعت خلاف نور غربي …

Read More »

‏روسي پانګوال په افغانستان کې د تېلو ګازو پر راویستو پانګونې ته لېواله دي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۱۳مه) روسي سوداګرو د افغانستان پر تېلو او ګازو د پانګونې ژمنه کړې ده. اسلامي امارت وايي د رییس الوزارء مرستیال عبدالسلام حنیفي د روسي او افغان سوداګرو له ګډ پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنه کې په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو …

Read More »