ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د رییس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره کتلي دي. دیبورا لاینز ویلي، چې د افغانستان د کنګل شوې پانګې د ازادېدو په اړه یې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړي دي. …
ادامه نوشته »اندونیزیا په کابل کې د خپل سفارت د پرانستو په لټه کې دی
ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د اندونیزیا رسنۍ راپور ورکوي چې، هېواد یې په پام کې لري څو خپل سفارت په پلازمېنه کابل کې بېرته پرانیزي. د اندونیزیا رسنیو د اسیاـ فسفیک او افریقایي چارو لپاره د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د عمومي مدیر عبدالقدیر …
ادامه نوشته »سیګار د ا.ا د هغو جګپوړو غړو نومونه اعلان کړل چې په تور نوملړ کې دي
ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې (سیګار) د اسلامي امارت جوړې شوې کابینې ته په پام د دوی د هغو جګپوړو غړو نومونه ،چې له دوی سره په تور نوملړ کې دي، اعلان کړل. د دغه راپور پر بنسټ …
ادامه نوشته »په ملګرو ملتونو کې افغان څوکۍ غلام اسحاقزي ته ورکړل شوه؛ اسلامي امارت پرې نیوکه کړې
ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ داسې کس ته، چې د افغان ولس استازی نه دی، سپارل بې انصافي ده. وثیق پر خپل ټویټر لیکلي: “دا څوکۍ د افغانستان د حکومت او اولس حق …
ادامه نوشته »د کړکېچ ډلې په تدریجي ډول د افغانستان د کنګل پانګې د ازادېدو غوښتنه کړې
ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د کړکېچ نړیوالې ډلې په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت تر ټولو ستر لامل د دغه هېواد د پانګې کنګل کول دي. سرچینه کاږي سخته اړتیا لیدل کېږي چې، د افغانستان کنګل شوې پانګه …
ادامه نوشته »په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ؛ ځانګړې کمېټې اسحاقزي ته ورکړه
ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د افغانستان څوکۍ په اړه د ځانګړې کومېټې پرېکړه تصویب کړه، چې له مخې یې دغه څوکۍ غلام اسحاقزي ته پاتې شوه. غلام اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د تېر افغان حکومت دایمي استازی و، چې د یاد …
ادامه نوشته »د افغانستان ځنګلونه؛ اسلامي امارت یې د ساتنې په موخه ځانګړې قطعه جوړوي
ګهیځ: اسلامي امارت د ځنګلونو د وهلو او بهر ته د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړی ځواک ګماري. له افغانستان څخه بهر ته، په ځانګړې توګه پاکستان ته د ځنګلونو د قاچاق په اړه د خبرونو له خپرېدو وروسته د افغانستان اسلامي امارت ویلي چې دوی د ځنګلونو د ساتنې …
ادامه نوشته »د طالب حکومت دوه ګونې تګلاره
لیکوال: م. ذهین دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼو برخو کې د مرموزو وژنو راپورونه پراخ شول. د پخوانیو چارواکو او طالب ضد شخصیتونو وژنې د ټولنې په منځ کې زیاتې اندېښنې او سرګردانۍ رامنځته کړې. دغه وژنې د یوې کړکېچناکې او تضاد ډکې تګلارې انعکاس دی. په داسې …
ادامه نوشته »د افغانستان تاریخي بندر فعالېږي
ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۱۵مه) د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ سرحدي قوماندان ملا جوره وویل ټاکل شوې چې، د کلفت بندر بېرته فعاله شي. د هغه په وينا، د دغه بندر بيا فعالېدل به د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي. جوره زياته کړه، چې د دغه بندر …
ادامه نوشته »امریکايي ډيپلوماټان: هېواد یې له افغانستان سره خیانت کړی
ګهیځ: په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر هوګو لارنس وایي، امریکا د افغانستان پر وړاندې پر خپلو کړو ژمنو عمل و نه کړ. د ده په وینا امریکايي چارواکو له افغانستان سره د کړو ژمنو په نه عملي کولو د افغانستان او افغانانو پر وړاندې خیانت کړی او دا …
ادامه نوشته »