ګهیځ نیوز

د پوهنې وزیر: د ښځو د زده کړو خلاف نه یو

د پوهنې سرپرست وزیر مولوی نورالله منیر وایی اسلامی امارت د ښځو له تعلیم او زده کړو سره کوم مخالفت نه لری. باختر دولتی خبری اژانس د پوهنې سرپرست وزیر له قوله لیکی چې، زده کړې د انجونو اسلامی او قانونی حق دی. خو ټینګار کوی چې د دوی د …

بیشتر

متقی: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشې کړی

د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی د امریکا له کانګرسه په یوه سرخلاصی لیک کې د کنګل شویو پیسو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده. دغه لیک چې د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی، د افغانستان ناوړه اقتصادی وضعیت …

بیشتر

ناروې: نړۍ دې په اوسنیو سختو شرایطو کې افغانان یوازې نه پرېږدی

ناروې د نړۍ پر شتمنو هېوادونو غږ کړی دی چې د نقدی مرستو په برابرولو سره دې په روانو سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړی. د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې هنیکن هیوتفلت ویلی، دوی له اړمنو افغانانو سره ۲۳ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده او چمتو دی …

بیشتر

د عربی متحده اماراتو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لومړی ځل لپاره د اسراییلو بیرغ پورته شو

د عربی متحده اماراتو په ولسمشرۍ ماڼۍ (قصر الوطن) کې د لومړی ځل لپاره د اسراییلی صهیونیسټی رژیم بیرغ پورته شو. ورته مهال په متحده عربی امارتو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه د ولسمشرۍ د ساتونکو لخوا د اسراییلی سفیر عامر هایک پر وړاندې رسمی تشریفات هم تر سره شول. …

بیشتر

امریکا به د لومړی ځل لپاره د کرېکټ نړیوال جام کوربه وی

د کرېکټ نړیوالې شورا په متحده عربی اماراتو کې د شورا د غړو په سلا مشوره د راتلونکو لسو کلونو لپاره د کرېکټ نړیوالو جامونو وخت او کوربه هېوادونه اعلان کړی دی، چې له مخې به یې امریکا او نمیبیا په لومړی ځل د کرېکټ نړیوال جام کوربتوب کوی. د …

بیشتر

مالی خان: په ټول ځواک له خبریالانو ملاتړ کوو

د لوګر والی حاجی مالی خان وایی، رسنۍ چې د حکومت او ملت تر منځ د پُل حیثیت لری، دوی یې په هره برخه کې بشپړ ملاتړ کوی. سې شنبه (د لړم ۲۵مه) د لوګر د خپلواکو خبریالانو ټولنې او د باران میډیا ګروپ غړو د لوګر لپاره د نوی …

بیشتر

ایرانی پولیسو نظام الدین قیصاری نیولی دی

ایرانی رسنیو په خپلو خبرونو کې لیکلی چې، نن د ایران پولیسو نظام الدین قیصاری د دغه هېواد په پلازمېنه تهران کې نیولی دی. د پرځېدلی حکومت د سیمه ایزو وسله والو ملېشو قومندان او په ایران کې د افغان کډوالو خپلسرى استاﺯى، نظام الدین قیصارې، کډوالو ته د پېژندنې …

بیشتر

په کابل کې د لنډې مودې لپاره د پاسپورټونو وېش بند شو

د اسلامی امارت حکومت د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه (لړم۲۴) خبر ورکړ چې سر له سبا به تر نامعلومې نېټې پورې په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده وی. د پاسپورټ ریاست سرپرست علم ګل حقانی په یوه ویدویی پیغام کې چې د پاسپورت ریاست پر فیبسوک …

بیشتر

ملګری ملتونه په افغانستان کې پر سوله او امنیت خبرې کوی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایی سبا (چهارشنبه د لړم پر ۲۶مه) د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره غونډه کوی. د روسیې ټاس خبری اژانس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رییس له قوله ویلی، چې په دې غونډه کې به پر بشری حقونو، انسانی مرستو او افغانستان ته …

بیشتر

شاوخوا ۱۴ ﺯره امریکایان لا هم په افغانستان کې بند پاتې دی

فارن پالیسی مجلې راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وﺯارت ځینې چارواکی وایی، چې څه کم ۱۴ ﺯره امریکایان لا تر اوسه په افغانستان کې بند پاتې دی. د امریکا د کنګرې یوه مرستیال دغې مجلې سره په خبرو کې ویلی، چې د امریکا حکومت د امریکایی اتباعو …

بیشتر
Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.